CRI Online

د پاکستان په يوه ټاکنيزه غونډه کې د ځان مرګي بريد له امله ۱۳ تنه وژل شوي دي 

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 10:09:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان رسنيو د جولای د ۱۱مې نېټې په سهار خبر ورکړ، چې د ۱۰مې نېټې په شپه د دې هېواد د شمال لوېديځ ايالت خيبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کې د پاکستان عوامي نېشنل ګوندپه ټاکنيزه غونډه کې ځان مرګی بريد شوی دي چې پکې د دې ګوند د يوه مشر هارون بلور په شمول ۱۳ تنه وژل شوي او ۴۷ تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي پوليس رسنيو ته وويل، په ايالتي ټاکنو کې د ياد ګوند د برياليتوب او ټاکنيز کمپاين لپاره د ۱۰مې نېټې په شپه غونډه تر سره کړه. يو ځان مرګي بريدګر د غونډې په ګڼه ګوڼه کې ځان تر هارون بلور ورساوه او بيا يې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
له چاودنې وروسته د پاکستان امنيتي او مرستندويه کارکونکي د پېښې ځای ته ورسېدل. پوليس وويل، د لومړۍ څېړنې له مخې بريدګر لږ تر لږه ۸ کيلوګرام چاودونکي مواد استعمال کړي دي.
تر اوسه پورې هېچا يا ډلې د دې بريد مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای