CRI Online

وانګ يي: چين به تل د پرمختيايي هېوادونو په ډله کې يو غړی وي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 10:13:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په لسمه نېټه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ دهمکارۍ فورم د وزيرانو په کچه تر اتمې غونډې وروسته له خبريالانو سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې چين په نړۍ کې تر ټولو لوی پرمختيايی هېواد دی او تل به په دې مهمه ډله کې يو غړی وي .د چين برخليک د پرمختيايي هېوادونو له برخليک سره نژدې اړيکې لري.

وانګ يي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې اوس مهال په نړيوال جوړښت کې بې ساری بدلونونه راغلي دي. دا د ډېرو پرمختيايي هېوادونو لپاره بې ساری فرصت دی خو سخته ننګونه هم ده.په نوي حالت کې چين غواړي چې د عربي نړۍ په شمول له ټولو پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ وکړي او د خپلې سمسورتيا د تر سره کولو ترڅنګ دې له پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي او ور سره دې په ګډه د همکارۍ اړيکو ته پرمختګ ور کړي او د لاپرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادۍ او په نړيوال اداري سيستم کې د پرمختيايي هېوادونو د ډلې د استازيتوب او ويناوو حقونو د ټينګښت لپاره به ګډې هڅې وکړي تر څو نه يوازې د پرمختيايي هېوادونو عمومي ګټې وساتل شي بلکې د انسانانو د پرمختيايي چارو لپاره نوی خدمتونه تر سره شي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای