CRI Online

سويس د امريکا له خوا له فولادي او المونيومي توليداتو څخه د ګمرکي مالياتو د اخيستلو په هکله د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته دعوا وړاندې کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 10:17:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سويس فدرالي اقتصادي څانګې د جولای په لسمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې د امريکا له خوا له فولادي او المونيومي توليداتو څخه د ګمرکي مالياتو د اخيستلو په هکله يې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د کشالو د حل وفصل د ميکانيزم له مخې دغه سازمان ته دعوا وړاندې کړې ده.

په دې اعلاميه کې راغلي چې امريکا د دولتي امنيت په پلمه بر سويسي فولادي او المونيومي توليداتو  ګمرکي ماليات لوړ کړي دي، خو پلمه يې بې دليله ده. د روان کال په مارچ کې سويس هغه هيله وښوده چې امريکا په دې برخه کې ور ته مصونيت ور کړي او تر دې وروسته يې امريکا ته رسمي غوښتنليک وړاندی کړی و ، خو هېڅ ځواب نه دی تر لاسه کړی.

يادې څانګې د دولتي ګټو د ساتلو لپاره د دغې دعوا پرېکړه وکړه . د ياد ميکانيزم له مخې به دواړه خواوې يو له بل سره سلا مشوره وکړي . که په مشورو کې هېڅ لاسته راوړنې تر لاسه نه شي، سويس به د دې سازمان د کارپوهانو له ډلې څخه د اړوندې قضيې د حلولو غوښتنه وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای