د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په لسمه نېټه د سعودي عربستان د بهرنيو چارو له وزير عادل الجبير او د عرب ليګ له سرمنشي احمد عبدالغيت سره د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه اتمه غونډه کې تر ګډون وروسته له خبريالانو سره وکتل او د دې غونډې د لاسته راوړنو په باب يې معلومات وړاندې کړل.
وانګ يي وويل چې دا يوه تاريخي غونډه وه .رئيس شي جين پينګ د دې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې اعلان وکړ چې چين او عربي هېوادونه د هر اړخيزې همکارۍ او ګډ پرمختګ ستراتيژيکې اړيکې ټينګې کړې چې د دغو اړيکو ټاکنه له زمانيز تمايل سره سمون لري او د دواړو خواوو له خوا د زيار ايستلو نوی پيل او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره نوې پاڼه هم ده.
دغه غونډه د راتلونکي پلان په هکله يوه غونډه وه او پکې د بېجينګ اعلاميه،له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د دې فورم د اړوندو عملياتو اجرائيوی پلان او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په اړه د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ اعلاميه خپره شوه .
ياده غونډه يوه داسې غونډه وه چې دوه اړخيزې همکارۍ ته يې پاملرنه وکړه.دواړه خواوې په بېلا بېلو ساحو کې د دوه اړخيزې همکارۍ په هکله سلو ګډو نظريو ته رسيدلي او موافقه يې کړې چې د ياد فورم د ميکانيزم د جوړونې پياوړتيا ته دوام ور کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |