د شينجيانګ ورځپاڼې د خبر له مخې د چين د برېښنايي شبکې د شينجيانګ د برېښنا شرکت خبر ور کړ چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له شينجيانګ څخه نورو سيمو ته د ليږدول شوې برېښنا اندازه ۲۴ مليارډو ۴۴۴ مليونو کيلو واټو ته رسيدلې چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۰ اعشاريه ۲۱ زيات شوی چې په دې جمله کې يې د نوې انرژۍ په وسيله د ليږدول شوې برېښنا اندازه لس مليارډو او ۱۱۵ مليونو کيلو واټو ته رسيدلې ده.
د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د نوې انرژۍ په وسيله له شينجيانګ څخه نورو سيمو ته د ليږدول شوې برېښنا اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۸ اعشاريه ۶۷ زياته شوې ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |