د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جولای د ۱۱مې نيټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ له بلغارستان څخه د ليدنې او د چين او منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو د مشرانو ترمنځ د اووم ملاقات او د چين او المان ترمنځ د پنځم پړاو د حکومتي مشورو تر مشرۍ او دې هېواد ته تر رسمي سفر وروسته په خپله ځانګړې الوتکه کې بېجينګ ته راورسيد.
له صدراعظم لي که چيانګ سره د ده مېرمن چنګ هونګ،د چين د دولتي شورا غړی او سرمنشی شياو جي او د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس مرستيال رئيس او د پرمختګ او اصلاحاتو د کميټې مشر هه لي فنګ هم ملګري وو.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |