CRI Online

ټرمپ د پوځي لګښت او اقتصادي او تجارتي مسئلو په اړه اروپايي هېوادونه وغندل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 10:38:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جولای په ۱۰مه نېټه د پوځي لګښت او اقتصادي او تجارتي مسئلو په اړه يو ځل بيا اروپايي هېوادونه وغندل او دا نظر يې څرګند چې امريکا د ناټو لپاره ډېر پوځي لګښت پر غاړه اخيستی دی.

د سپينې ماڼۍ د خبريالانو د ويډيو له مخې، په همدې ورځ ټرمپ په بروکسيل کې د ناټو په سرمشريزه غونډه کې وويل، د ناټو په دفاعي چارو کې د امريکا خدمتونه ډېر دي چې لږ تر لږه ۷۰ فيصده لګښت يې پر غاړه لري ، خو لږه برخه يې د اروپايي هېوادونو په غاړه ده. دغه ځل امريکا به له هغو هېوادونو سره سلامشوره وکړي. تېر کال په اقتصادي او تجارتي مسئلو کې امريکا پر اروپايي ټولنې باندې ۱۵۱ ميلياردو ډالرو په ارزښت منفي بيلانس درلود، نوموړي دا خبرې وکړې چې امريکا د اروپايي ټولنې لخوا استعمالېږي.

د ناټو په سرمشريزه غونډه کې له ګډون وروسته ټرمپ به له بريتانيا څخه ليدنه وکړي د فنلند په پلازمېنه هلسينګي کې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوټين سره به هم ليدنه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای