CRI Online

لي که چيانګ له انګيلا ميرکل سره د چين او جرمني د اتومات چلېدونکو موټرونو په ننداره کې ګډون درلود

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 10:50:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جولای د لسمې نېټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ په برلين کې د جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د چين او جرمني د اتومات چلېدونکو موټرونو په ننداره کې ګډون وکړ.

لي که چيانګ وويل، دغه فعاليت له جرمني څخه زما د دې ليدنې ډېره مهمه برخه ده. ۴۰ کاله مخکې، د جرمني تصديو تر نورو دمخه له چين سره په ګډو پانګو د موټرونو د توليد همکاري کړې وه او د چين له بازارونو څخه يې غټې ګتې تر لاسه کړې دي. اوسمهال د تکنالوژۍ او صنعتونو نوی پړاو اصلاحات په ګرده کره کې روان دي، د اتومات چلېدونکو موټرونه د موټر توليدوونکي صنعت او تکنالوژي حاکم ځای نيسي او ښه راتلونکې لري. چين د ورخلاصون د نوي پړاو تګلارو په هڅه کې دی او د موټرونو په برخه کې به بازاري محدوديت کم کړي، هرکلی کوو چې د جرمني تصدۍ په پر پسې توګه په چين کې پانګونې زياتې کړي او د عالي تکنالوژۍ په برخه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای