CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د امريکا د هغه خبرې په اړه يوه وينا وکړه کوم چې امريکا ښايي د ۲۰۰ ملياردو ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو نور زيات درانه ګمرکي ماليات ولګوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 14:12:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د جولای په ۱۱مه نېټه د امريکا د هغه خبرې په اړه يوه وينا وکړه کوم چې امريکا ښايي د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني توليداتو نور زيات درانه ګمرکي ماليات ولګوي.

نوموړي وويل، امريکا په لا لوړه کچه او لا ګړندي سرعت سره پر چيني توليداتو د ګمرکي مالياتو د زياتوالي لېست خپور کړ چې دغه عمل د منلو وړ نه دی. موږ يې په وړاندې سخت احتجاج کوو. د امريکا بې معقوله کړنه چين، ټولې نړۍ او حتی خپل ځان ته زيانونه رسوي او د خلکو زړونه به له لاسه ورکړي.

د امريکا کړنې چين په حيراتيا کې اچولې دی. د چين حکومت به د خپلو مرکزي ګټو او د خلکو د اساسي ګټو د ساتلو لپاره انتقامي تدبيرونه ونيسي. همدارنګه موږ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کوو چې د ازادې سوداګرۍ د اصولو او د څواړخيزې سوداګرۍ د نظام د ساتلو او له سوداګرۍ ځورونې غوښتنې سره د مخالفت لپاره ګډ کوښښونه وکړي. موږ به سمدلاسه د امريکا د يونيلاټنيزم د کړنې په مناسبت د سوداګرۍ نړيوال سازمان ته بله دعوا هم وړاندې کړو.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای