CRI Online

د نوښت له لارې د چين د پرمختګ د هڅولو ستراتېژي ډېرې لاسته راوړنې لري

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 16:08:07

د جولای په لسمه نېټه د پوهنې ملکيت حق نړيوال سازمان د ۲۰۱۸ کال د نړۍ د نوښت شاخص رپوټ خپور کړ چې له مخې يې د چين د نوښت شاخص د نړۍ په درجه بندۍ کې ۱۷م ځای نيولی چې تېر کال يې ۲۲ م ځای درلود. د دغې درجه بندۍ په لومړيو 20 هېوادونو کې چين يوازينی منځنی عايدات لرونکی هېواد دی. له دې څخه څرګنديږي چې چين د نوښت له لارې د پرمختګ د هڅولو ستراتېژۍ او لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ په برخو کې ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين د نوښت شاخص په ثابته توګه لوړ شوی او له ۲۰۱۲ کال نه راپدې خوا کوم وخت چې د چين د کمونېست ګوند اتلسم ملي کانګريس ترسره شوی، په ياد ليست کې يې په ټوليزه توګه ۱۷ ځايه پورته مزل کړی دی. د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان عمومي مدير فرانسيس ګوري په دې وروستيو ورځو کې له سي ار ای سره د مرکې پر مهال وويل، چې په دې وروستيو کلونو کې د چين د نوښت شاخص ډېر لوړ شوی او عمده لامل يې نوښت ته د چين لخوا لومړيتوب او ارزښت ورکول دي. د چين لخوا وړاندې شوې" د نوښت له لارې د پرمختګ د هڅولو د ستراتېژۍ " له مخې د اقتصادي ودې د ستراتېژۍ په مرکزي برخه کې نوښت راوړل شوی او د نوښت عمومي ستراتېژي په دقت سره طرحه او تطبيق شوې چې په اثر يې څېړنې، اختراع او د امتيازي حق غوښتونکو شمېر زيات شوی دی ، نو دقيقاً د چين د نوښت شاخص لوړ شوی دی. فرانسيس ګوري وويل:

(( زما په اندد نوښت له لارې د پرمختګ د هڅولو ستراتېژي کومه چې په دقت سره جوړه شوې او په مرکزي برخه کې يې نوښت راوستلی،د چين د برياليتوبونو له کليدي لاملونو څخه يوه ده.))

ګوري څرګنده کړه چې اوسمهال د چين د اقتصا عمده خوځنده ځواک د چمتو کولو او توليدولو له چارو څخه کوم چې اضافي ارزښت يې ډېر کم دی، په لوړ اضافي ارزښت لرونکو پوهنو بدليږي او د دغه بدلون لپاره نوښت ډېر کليدي دی، نوموړي وړانديز وکړ چې چين دې د نوښت له لارې د پرمختګ د هڅولو په لارې ټينګار وکړي ، ځکه چې د چين لاسته راوړنې د دغې لارې د سموالي ښکارندويي کوي.

ګوري د چين د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو په برخه کې پر چين د ځينو هېوادونو د نيوکو په هکله وويل، نړۍ کې داسې هېواد نه شته چې د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو په برخه کې هيڅ نيمګړتياوې و نه لري، په دې برخه کې د چين لاسته راوړنو ته په پوره توګه لوړې نمرې ورکول کيدای شي. ۱۹۸۴ کال کې چين د امتيازي حقونو لومړی قانون خپور کړ او په نږدې څلوېښتو کلونو کې يې د پوهنې ملکيت حقونو سيستم جوړ کړی چې په نړۍ کې مخکښ دی.

(( د لېرې نظر له لحاظه د چين لخوا ترسره شوي کارونه ډېر ښه دي. د چيني تصديو لاسته راوړنې د ليدو وړ دي، چين د نړيوالو امتيازي حقونو دوهم لوی غوښتونکی هېواد دی او د نړيوالو مارکونو په برخه کې يې ډېر پرمختګ موندلی دی او چين د پوهنې ملکيت حقونو مهم توليدونکی هم دی ، نو چين نه يوازې په کورني بازار بلکې په نړيوال بازار کې هم د پوهنې ملکيت حقونو ساتنې ته په ډېره درنه سترګه ګوري.))

په جنيوا کې د م م په دفتر کې او هم په سويس کې نورو ميشتو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي يو جيان هوا سي ار ای ته وويل، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د چين له چټک پرمختګ او د نوښت شاخص له لوړتيا څخه څرګنديږي چې چين بشپړه وړتيا لري چې د نوښت له لارې لوړ کيفيت لرونکی پرمختګ ومومي.

((حقيقت دا ښيي،چې د چين د نوښت توان په پوره ډول د لوړکيفيت لرونکی پرمختګ هڅولی شي،د چيني ملت د عظيمې سمسورتيا په اړه د دوو سل کلنو موخو د پوره کولو په بهير کې موږ بايد په مداومه توګه د نوښت له لارې د پرمختګ د هڅولو ستراتېژي عملي کړو ، د پوهنې ملکيت حقونو ساتنه دې زياته کړو او په نړيوالو تخنيکي همکاريو دې ټينګار وکړو . که څوک غواړي تخنيکونه انحصار کړي، مناقشې تحريک کړي او يا د چين د پرمختګ مخه ونيسي، په هېڅ وجه به سر ونه نيسي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای