CRI Online

يانګ جې چی به د سولې په ۷م نړيوال فورم کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-11 20:46:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د جولای په ۱۱ مه نېټه اعلان وکړ چې د سولې ۷ م نړيوال فورم به د روانې مياشتې له ۱۴ مې څخه تر ۱۵ مې نېټې پورې د چينګ هوا په پوهنتون کې تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو د کاري کميټې د دفتر مشر يانګ جې چی به په دې فورم کې ګډون او وينا وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای