د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د جولای په ۱۱مه نېټه څرګنده کړه چې د ناټو غړي هېوادونه بايد سمدلاسه خپل دفاعي لګښت زيات کړي څو چې د خپل کورني توليد عمومي اندازې ۲ فيصدو ته لوړ شي.
ولسمشسر ټرمپ په همدې ورځ د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د ګډون په ترڅ کې پر ټولنيزو رسنيو څرګنده کړه چې د ناټو له ۲۹ غړيو هېوادونو څخه يوازې ۵ هېوادونه له ياد معيار سره سمون لري.
له دې مخکې د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې سندرس د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل: ټرمپ د ناټو په سرمشريزه غونډه کې وړاندې کړی چې د ناټو بېلا بېل هېوادونه بايد نه يوازې د خپلې کړې ژمنې له مخې خپل دفاعي لګښت د GDP په سلو کې له دوو سره سمون ولري، بلکې دې ۴ فيصدې ته لوړ کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |