CRI Online

وانګ يي په جلا جلا توګه له هغو بهرنيو استازو سره وکتل کومو چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورمد وزيرانو په کچه د اتمې دورې غونډه کې ګډون کړی و

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 14:17:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جولای په ۱۱مه نېټه په بېجينګ کې د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي په جلا جلا توګه د الجزاير، فلسطين، سومالي، موريتانيا، تونس، يمن او ليبيا په شمول د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره، کومو چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکارۍ فورم د وزيرانو په کچه د اتمې دورې غونډه کې ګډون کړی و، خبرې اترې وکړې.

د الجزاير د بهرنيو چارو له وزير عبدلقادر مېساهېل سره په خبرو اترو کې وانګ يي وويل، چين او الجزاير بايد متقابل ستراتيژيکي اعتماد ټينګ کړي، د يو کمربند او يوې لارې د تأسيس په اړه همکارۍ ژورې کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاريو ته لا زيات برياليتوبونه ورسېږي. دواړه خواوې په دې نظر دي چې په اوسنيو حالاتو کې نړيواله ټولنه بايد څواړخيزې غوښتنې، نړيوال مقررات او تدبيرونه ټينګ کړي، له يواړخيزې غوښتنې او اقتصادي تسلط سره مخالفت وکړي.

د فلسطين د بهرنيو او مهاجرينو چارو له وزير رياد المالکي سره په خبرو اترو کې وانګ يي وويل، چين به په دوامدار ډول د فلسطين له خلکو څخه کلک ملاتړ وکړي چې د ملت قانوني حقونه بيا تر لاسه کړي. المالکي وويل، فلسطين غواړي د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې له چين سره همکارۍ ژورې کړي. د منځني ختيځ د مسئلو په اړه، په ځانګړي ډول د فلسطين مسئلې په اړه چين تل عادلانه دريځ ټينګ کړی. هيله ده چې چين د منځني ختيځ د سولې بهير په بيا پيل او د دوو هېوادونو لايحې په تر سره کولو کې لا لوی رول ولوبوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای