CRI Online

د روسيې او اسرائيلو مشرانو د ذات البيني او نړيوالو مسئلو په هکله بحث وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 10:31:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جولای په ۱۱مه نېټه په مسکو کې د اسرائيلو له صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره ليدنه وکړه او دواړو مشرانو د ذات البيني او نړيوالو مسئلو په هکله بحث وکړ. د کريملين ماڼۍ ويبپاڼې خبر ورکړ چې پوتين له نوموړي سره په ليدنه کې وويل چې د روسيې او اسرائيلو تر منځ اړيکې په عمومي ډول د فعال پرمختګ په حال کې دي او هم د اقتصاد، سياست، نظامي څانګو او د کولتور په ساحو کې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ ټينګې شوې دي.

نيتانياهو وويل چې د اسرائيلو او روسيې تر منځ همکارۍ د منځني ختيځ د حالاتو لپاره ستر اهميت لري. د نوموړي په وينا هر ځل يې چې له پوتين سره ملاقات کړی، نو د دواړو خواوو تر منځ د همکارۍ نژديوالي او حتی د دې سيمې او د نړۍ د امنيت او باور پياوړتيا ته يې فرصت برابر کړی او کوي يې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای