د سين هوااژانس د خبر له مخې، د بشر دوستي چارو په اړه د م م د سرمنشي مرستيال مارک لوکوک چې اوس د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه په ليدنه بوخت دی، د جولای په ۱۱مه نېټه وويل چې دموکراتيکې کوريا د بشر دوستۍ په ساحه کې زيات پرمختګونه تر لاسه کړي دي، خو لا هم له زياتو ننګونو سره مخامخ ده. م م به له دغه هېواد سره بشري مرستې زياتې کړي.
مارک لوکوک په پيونګ يانګ کې د م م د پلان او پرمختګ ادارې په دفتر کې يوه خبري ناسته کې وويل چې م م اوس له دموکراتيکې کوريا سره د مرستې کولو په چارو کې له غړيو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې دغه هېواد ته د ۱۱۰ مليونو امريکايي ډالرو په اندازه پيسې ورکړي تر څو په دغه هېواد کې د ماشومانو د غذا، د پاکو اوبو او د درملو د کموالي مسئلې ښه والی ومومي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |