د سين هوااژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جينس ستولتنبيرګ د جولای په ۱۱مه نېټه يوه خبري ناسته کې وويل چې د ناټو د ۲۹ هېوادونو مشرانو په همدې ورځ د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د غړيو د دندو ويشلو، د ترهګرۍ ضد د مبارزې او د ناټو د دفاعي توان پياړوتيا په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړې دي.
ستولتنبيرګ وويل چې د ناټو مشران په دې نظر دی چې د ناټو د غړيو هيوادونو تر منځ په عادلانه توګه دندې نه دي ويشل شوي. بېلا بېل هېوادونه له دې سره موافقه کوي چې د ملي دفاع د بوديجې، د نظامي توان د پياوړتيا او د ناټو د فعاليتونو د خدمتونو په دريو برخو کې به ګډې هلې ځلې وکړي. هغه وويل چې د منځني ختيځ او د شمالي افريقا ناثبتوالی د ناټو پر امنيت اغيزه اچوي. د عراق د حکومت په بلنه به ناتو په عراق کې نوې روزنې پيل کړي چې د دغه غير جنګي فعاليت مشري به د کاناډا پر غاړه وي. ناټو پريکړه وکړه چې د ترهګرۍ ضد په برخه کې به د اردن او تونيس لا زيات ملاتړ وکړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |