CRI Online

تبصره: د سپينې ماڼۍ د لوی ډانګ تر سيوري لاندې لا زياتې امريکايي تصدۍ له چين سره پر همکاريو بحثونه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 11:02:42

يوه اوونۍ کېږي چې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزه جګړه شروع شوې، په دې موده کې زيات نوي حالات رامنځته شوي دي.

پر ځايي وخت د جولای د لسمې نېټې په ماښام د امريکا د سوداګرۍ استازو دفتر د ۲۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د چيني توليداتو يو لېست خپور کړ چې امريکا ښايي پر دغو توليداتو نور لس سلنه ګمرکي ماليات ولګوي، او لامل يې دا ښودلی چې چين د امريکا په مقابل کې انتقامي تدبيرونه نيولي او ځينې سوداګريز عملونه يې نه دي بدل کړي. د چين د سوداګرۍ وزارت په دې اړه وويل، چې امريکا په لا لوړه کچه او ګړندي سرعت سره د ګمرکي مالياتو د زياتوالي لېست خپور کړ، دغه عمل د منلو وړ نه دی. د چين حکومت به د هېواد د مرکزي ګټو او د خلکو د اساسي ګټو د ساتلو لپاره لازم انتقامي تدبيرونه ونيسي.

له پنځوس مليارډو ډالرو څخه تر دوه سوه مليارډو ډالرو پورې، که د امريکا لخوا وړاندې شوي لېستونه ټولټال عملي شي، مانا يې دا ده چې له چين څخه امريکا ته له نيمې برخې څخه زيات صادراتي توليدات پکې شامل شي. د چين د ګمرک عمومي ادارې د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۷م کال کې له چين څخه امريکا ته د صادراتي توليداتو عمومي اندازه د څلور سوه او نهه ويشت مليارډو او اته سوه ميلونو امريکايي ډالرو په ارزښت وه. که امريکايان غواړي هغه توليدات واخلي چې په يادو لېستونو کې شامل شوي، نو د اوسنيو بيو په پرتله سل سلنه نورې پيسې به ولګوي. له دې امله د چين د سوداګرۍ وزارت د امريکا غندنه وکړه چې د امريکا ياد بې معقوله عملونه د خلکو زړونه له لاسه ورکوي. د امريکا عملونه چين، ټولې نړۍ او حتی خپل ځان ته زيانونه رسوي.

په بله خوا، سپينې ماڼۍ د دوه سوه مليارډو ډالرو په ارزښت د لېست د خپرولو موخه دا ده چې پر چين باندې د فشار اچولو له لارې دې ته اړ کړي چې له انتقامي تدبيرونو څخه لاس واخلي. رښتيا دا ده چې د دغه لېست په اړه ټولپوښتنه به تر سره شي او دوه مياشتې وخت به ونيسي، نو په دې موده کې ښايي هر ډول حالات رامنځته شي.

په هر حال کې به يو حاکميت لرونکی هېواد د مرکزي ګټو او د خلکو د اساسي ګټو په اړه مسئلو کې سر ټيټ نه کړي. نو چين به عمومي انتقامي تدبيرونه ونيسي. د پاملرنې وړ ځای دا دی چې د سپينې ماڼۍ د سوداګريزې ترهګرۍ د پلې کولو له امله د منفې پايلې د رامنځته کېدو په وخت کې لا زياتې امريکايي تصدۍ او خلک له سوداګريزې ترهګرۍ سره د مجادله کولو په جبهې کې برخه اخلي. لږه موده مخکې د امريکا د سياست او سوداګرۍ ځينې شخصيتونه له چين سره د دايمي همکاريو د پياوړتيا لپاره چين ته راغلي وو.

د جولای په لسمه نېټه د امريکا ټيسلا شرکت چې د بريښنايي موټرونو او انرژۍ د توليد له امله په نړۍ کې ډېر شهرت لري، د شانګهای له حکومت سره د برېښنايي موټرونو په پروژه کې د پانګونو تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې د امريکا په بهر کې د دغه شرکت لومړۍ فابريکه په چين کې جوړه شي او هر کال به يې توليدي اندازه پنځه لکه موټرونه وي. دغه پروژه به د راتلونکي کال له پسرلني جشن نه وروسته شروع شي. د جولای په يوولسمه نېټه د امريکا د چيکاګو ښاروال د اقتصاد او سوداګرۍ د يوه پلاوي په مشرۍ په بېجينګ کې له چين سره له ۲۰۱۸م کال څخه تر ۲۰۲۳م کاله پورې په عمده صنعتي ساحو کې د همکاريو پنځه کلن پلان لاسليک کړ چې له مخې به يې د طب او روغتيا، عصري توليد، نوښت لرونکي تخنيک، مالي خدمت، کرنې او خوراک او بنسټيزو تاسيساتو په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي. دا د چين او امريکا د ځايي حکومتونو ترمنځ لومړی پنځه کلن پلان دی.

په يوه خوا سپينه ماڼۍ په پر له پسې توګه د چيني توليداتو پر وړاندې د تعرفې ديوال جوړوي چې له امله به يې د امريکا په دننه کې مشتريان لا زيات لګښتونه ولګوي. په بله خوا د امريکا مشهورې تصدۍ له چين سره د دايمي همکاريو غوښتنه کوي. له دغو دواړو حالاتو څخه څرګندېږي چې که څه هم سپينه ماڼۍ د سوداګرۍ پر پروټيکشنيزم ټينګار کوي، خو د امريکا ځايي حکومتونه او تصدۍ د رښتيني عملونو له لارې له سوداګريزې جګړې سره مخالفت کوي او د چين پر بازار باندې خپل اعتماد او باور څرګندوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای