CRI Online

د چين استازي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نړۍ ګډو ستونزو د حل لپاره د بشري برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 16:11:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د جولای په ۱۱مه نېټه د اقليمي بدلون او امنيتي مسئلې په اړه د امنيت شورا په مباحثوي غونډه کې د چين دريځ بيان کړ او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې د بشري برخليک ګډه ټولنه جوړه کړي څو چې د اقليمي بدلون په اړه امنيتي مسئلې حل شي.

هغه وويل، د نړۍ اقليمي بدلون د بشر پر ژوند او پرمختګ ډېره لويه اغېزه لري، او دا د ټولې نړۍ پر وړاندې راولاړ شوې لويه ستونزه ده. د اقليمي بدلون د مسئلې حل او د دوامدار پرمختګ پلی کېدل د نړيوالې ټولنې بيړنۍ او اوږدمهاله دنده ده. بېلابېل هېوادونه بايد په دې اړه لا زياتې تبادلې او همکارۍ تر سره کړي، د تخنيک د ورکولو او د توان د تأسيس له لارې دې پرمختيايي هېوادونو سره مرسته وکړي. م م او اړوند نړيوال او سيمه ييز سازمانونه بايد همغږي ولري او په ياده مسئله کې دې فعال رول ولوبوي.

هغه وويل، چين تل د عادلانه او شريکو ګټو په اړه سم نظر له ځان سره لري او د اقليمي بدلون په نړيوالو همکاريو کې ګډون کوي. چين غواړي له نړيوالې ټولنې سره ګډه هڅه وکړي څو چې د بشر ګډ کور وساتل شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای