CRI Online

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په ارګانونو کې د ګوندي ابادۍ په اړه مهمه لارښوونه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 16:24:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ څو ورځې مخکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په ارګانونو کې د ګوندي ابادۍ د پرمخبيولو په اړه مهمه لارښوونه وکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د مرکزي کمېټې او دولتي شورا ارګانونه، په تېره بيا سياسي ارګانونه بايد په ټينګه سره پر خپل سياسي دريځ او د ګوند پر هراړخيزې مشرۍ ټينګار وکړي او په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو سره دې د ګوند سياسي ابادي پرمخ بوزي. زه هيله لرم چې په يادو ارګانونو کې د بېلا بېلو کچو ګوندي تشکيلات او ګوندي غړي پر څلورو مفکورو او څلورو ځاني باورونو ټينګار وکړي، د نورو همکارانو په مشري کولو سره دې د ګوند د مرکزي کمېټې صلاحيتونه او ډله ييزه او واحده لارښوونه وساتي، د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکې سوسياليستي مفکورې د پلې کولو، د ګوند د مرکزي کمېټې له ټولو دريځونو سره د سمون لرلو او د ګوند د مرکزي کمېټې د بېلا بېلو تګلارو د جدي تطبيق په برخو کې ښې نمونې کېږدي او د ولسي خلکو لخوا د خوښۍ وړ نمونوي ارګانونه دې اباد کړي چې د ګوند مرکزي کمېټه پرې انديښنه و نه لري.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای