د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جولای په ۱۲ مه نېټه اعلان وکړ چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د عربي متحده اماراتو، سينګال، روندا،جنوبي افريقا د ولسمشرانو په رسمي بلنه د جولای له ۱۹ مې تر ۲۴ مې نېټې پورې له دغو څلورو هېوادونو څخه رسمي ليدنه وکړي.
شي جين پينګ به د جنوبي افريقا د ولسمشر په بلنه جولای له ۲۵ مې نېټې تر ۲۷ مې نېټې پورې د جنوبي افريقا په جهانيسبورګ کې د بريکس هېوادونو د مشرانو په لسمه کتنه کې ګډون وکړي او ورپسې به موريس ته سفر وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |