CRI Online

چين : خپل کارونه به ترسره کړو او په سوداګريزه جګړه کې به حتماً بريالي شوو

cri     (GMT+08:00) 2018-07-12 21:38:55

وروسته له دې چې د امريکا سپينې ماڼۍ د چين په مقابل کې د سوداګريزې جګړې لومړی ګوزار وکړ، د امريکا د فدرالي ريسورف يعې د فدرالي زيرمې کمېټې پخواني رييس الان ګريسپان او د نوبيل د اقتصاد پوه جايزه ګټونکي پول کروګمان په شمول څو مشهورو شخصيتونو د ټرمپ تګلاره وغندله او ويلي يې دي چې دغې تګلارې امريکايان زيانمن کړي او د امريکا اقتصادي ګټې يې ډېرې کمې کړې او سخت زيانونه يې ورته رسولي دي. د دغو مشهورو کسانو له مخالفت سره سره ،سپينې ماڼۍ بيا هم د چين د هغو صادرېدونکو توليداتو لېست خپور کړ چې عمومي ارزښت يې ۲۰۰ مليارډ ډالر دی او امريکا به پرې ګمرکي ماليات ۱۰٪ زيات کړي. د امريکا د مشرانو جرګې د رايو په اکثريت د يو پريکړه ليک په تصويبولو سره له ټرمپ څخه وغوښتل چې د ګمرکي مالياتو له زياتولو مخکې بايدله پارلمان څخه اجازه ترلاسه کړي.

چين له امريکا سره پدې اړه د جدې خبرو غوښتونکی شو او پر دې يې ټينګار وکړ چې په دوامداره توګه به ضروري تقابلوي ګامونه پورته کړي او د خپل بازار د پرانيستنې لپاره به تدبيرونه تطبيق کړي. د جولای په لسمه نېټه د برېښنايي موټرو او انرژۍ په اړه د امريکا مشهور شرکت Tesla د چين د شانګهای له حکومت سره تړون لاسليک کړ چې له مخې به يې په بهرنيو هېوادونو کې خپله لومړۍ لويه فابريکه په چين کې جوړه کړي. دغه راز د امريکا شيکاګو ښار هم د چين له ځايي حکومت سره د طب،توليدي چارو، نويو تخنيکونو او اقتصاد په شمول يو شمېر برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسليک کړل.

په خپل هېواد کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو د څلوېښتو کلونو په اوږدو کې" خپل کارونه په ښه توګه ترسره کول "د چين لخوا ترلاسه شوې يوه ډېره مهمه تجربه ده ، نو پر دې بنسټ چين بايد د اقتصادي ودې کيفيت لوړ وساتي،د خلکو ژوندانه اړتياوې دې پوره کړي او د دې ترڅنګ هم بايد د يو لوي مسئولانه هېواد په توګه رول ولوبوي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره دې هڅه وکړي.

ويل کيږي چې د امريکا لخوا پيل شوې سوداګريزه جګړه به په لنډمهال کې پر چين منفي اغېزې ولري، خو د اوږدې مودې لپاره به پرې مثبتې اغېزې رامنځته کړي.

لومړی چين په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې ټول ډول صنعتي چارې او نږدې يومليارد او څلور سوه مليونه نفوس مشتريان لري. په بله وينا، چين ټول ډول توليدات پخپله توليدولی شي او په خپل کورني بازار کې يې هم پوره مصرف کيدای شي. دوهم،کورنۍ اړتياوې د چين د اقتصادي ودې لومړی لوی خوځنده ځواک ګرځيدلی دی. د چين د اقتصادي ودې ۹۱٪ برخه د خپلو کورنيو اړتياوو په وسيله ترسره شوه او دغه برخه مخ په زياتېدو ده.

درېيم، په چين کې نوښتي پرمختګ تل د ودې په حال کې دی. د چين پر وړاندې د امريکا لخوا رامنځته شوې سوداګريزې جګړې مقصد په چين کې د لوړې او نوې تکنالوژۍ د نوښت توان ته زيانونه رسول دي. خو اوس په چين کې د نوښتي تصديو شمېر په نړۍ کې دوهم مقام خپل کړی. د نړۍ د پوهنې ملکيت حق سازمان د يوې شمېرنې له مخې، چين د نوښتي چارو په برخه کې د نړۍ په ۲۰ مخکښو هېوادونو کې شامل شو.

څلورم، د چين دوستان د چين د پرانيستنې له تګلارې څخه لا زياتې ګټې اخلي. د ټرمپ حکومت په نړۍ کې د عمده سوداګريزو همکارانو پر وړاندې سوداګريزه جګړه رامنځته کړې، موخه يې دا ده چې د دغو هېوادونو پانګونې له چين څخه امريکا ته يووړل شي. خو امريکا به په خپله دې هيله کې ناکامه شي.

چين د يادې سوداګريزې جګړې په اړه د دايميت، پيچليتوب او مشکليت په اړه پوره فکري تياريانې لري. په عين وخت کې چين په دې جګړه کې د برياليتوب تر لاسه کولو په اړه هم پوره باور لري. څرنګه چې چين دا ټينګه اراده لري چې په دوامداره توګه د اصلاحات او ورخلاصون تګلارې پلې کول او پراخول د بېلا بېلو ستونزو د ليرې کولو، د خپل پرمختګ د عملي کولو او د نړيوالې سولې او ثبات د هڅولو دايمي حياتي ځواک دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای