د امريکاد سوداګرۍ استازندويه دفتر د جولای په لسمه نېټه د ۳۰۱ په نوم د پلټنې په اړه اعلاميه خپره کړه، د چين د سوداګرۍ وزارت هم د دغې اعلاميې په ځواب کې اعلاميه خپره کړه.
د چين د سوداګرۍ وزارت په خپره شوې اعلاميه کې راغلي،لومړی، پر چين د امريکا له خوا هغه لګېدلي تورحقيقت نه لري،چې ګواکي چين د اقتصادي او سوداګريزې راکړې ورکړې په برخه کې نا انډول عمليات ترسره کړي.
دوهم،پر چين د امريکا هغه نيوکه حقيقت نه لري چې ادعا يې کړې چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصاد او سوداګرۍ په اړه د نظريو توپيرونو ته پاملرنه نه کوي او په فعاله توګه يې نه حلوي.
درېيم، امريکا چين غندلی چې د چين مقابلوي ګامونه له نړيوال قوانينو سره سمون نه لري، په داسې حال کې چې د امريکا لخوا په يواړخيزه توګه پيل شوې سوداګريزه جګړه له هيڅ ډول نړيوالو قوانينو سره سمون نه لري.
څلورم، چين اړ دی چې ورته ګامونه پورته کړي، ځکه دا يې د خپلو ملي او نړيوالو ګټو د خونديتوب لپاره انتخاب او بيخي پرځای اقدام دی.
پنځم، امريکا نه يوازې چين، بلکې ټوله نړۍ په نښه او نړيوال اقتصاد يې په خطر کې اچولی.
شپږم، چين به د خپلو ټاکلو پلانونو له مخې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي او له بېلابېلو هېوادونو سره به يوځای په ټينګه سره د ازادۍ سوداګرۍ اصول او څواړخيز سوداګريز سيستم وساتي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |