د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له مسلسلو څو ورځو راهيسې په سينګاپور کې د چين سفير هونګ شياو يونګ په دغه هېواد کې د چين د سوداګرۍ عمومي ټولنې او د چين د درملو او روغتيا ساتونکو توليداتو ټولنې د مشرانو او استازيو په شمول له کابو ۱۰۰ تنو سره د نظريو تبادلې وکړې او د چين او امريکا ترمنځ د سوداګريز اصطکاک په ګډون د څو موضوعاتو په اړه يې د چين دريځونه بيان کړل چې مثبت غبرګونونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي هونګ شياو يونګ څرګنده کړه چې پر چيني توليداتو د اضافي ګمرکي تعرفو لګولو په اړه د امريکا عملونه د سوداګرۍ نړيوال سازمان له اړوندو قواعدو څخه سخته سرغړونه ده چې د سوداګرۍ نمونوي ځورونکي کړه وړه دي، د سوداګرۍ نړيوال نظم، نړيوال صنعتي ځنځير او ارزښتي ځنځير ته به سخت زيانونه ورسوي او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا مخنيوی به وکړي. د دغه ډول بې دليله عملونو په مقابل کې د نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم څرګنده کړې چې دغه سوداګريزه جګړه به د نړۍ برابرونکي ځنځير ته ويجاړونکي زيانونه ورسوي او د تصديو او مصرفوونکو لګښتونه به هم زيات کړي.
د سينګاپور سوداګريزو مشرانو او استازيو په جلا جلا توګه له يواړخيزې غوښتنې او د ازادې سوداګرۍ سيستم له قواعدو څخه د سرغړونې څخه خپل مخالفت څرګند کړ. دوی وويل چې د نړيوالې سوداګرۍ جنجالونه دې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان تر چوکاټ لاندې د سلامشورې له لارې حل شي. سينګاپور د دې هرکلی کوي چې چين اصلاحاتو او ورخلاصون ته دوام ورکړي، پانګه اچوونکی سالم چاپېريال جوړ کړي او له نړۍ سره پرمختيايي فرصتونه شريک کړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |