CRI Online

بريتانوي حکومت له اروپايي ټولنې څخه د وتلو نوې لايحه اعلان کړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 09:55:22

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا حکومت د جولای په ۱۲مه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو نوې لايحه اعلان کړه. د دغې لايحې له مخې بريتانيا به اروپايي ټولنې ته وړانديز وکړي چې له يادې ټولنې څخه د بريتانيا تر وتلو وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د مادي سوداګرۍ يوه ازاده سيمه جوړه کړي. بريتانيا به د اروپايي ټولنې د ګمرکاتو له اتحاد او د اروپا له ګډ بازار څخه هم ووځي او له دې امله به د نړۍ له نورو سيمو سره د سوداګريزو تړونونو د لاسليک ازادي تر لاسه کړي.

په دغه لايحه کې دا هم وړاندې شوي: په ۲۰۲۰ کال کې چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو بهير پای ته ورسېږي، د بريتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د انسانانو ازاد تګ راتګ به هم ختم شي، خو بريتانيا به د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د ژورتيا او د انساني تګ راتګ د نژدېوالي له امله اړوند تدبيرونه ونيسي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای