CRI Online

د م م سرمنشي د څو اړخيزکېدو پر مهم اهميت ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 10:33:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د جولای په ۱۲مه نېټه د څو اړخيز کېدو او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره د اصولو پربنسټ د نړيوالو اړيکو پر مهم اهميت ټينګار وکړ.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې د خبريال هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ايا هغه د ځينو هېوادونو په تېره بيا د امريکا له خوا د نړيوال نظام پر ويجاړېدو انديښمن دی او که نه ، وويل چې ټينګ باور لري چې نړيوال لاهم ملګري مليتونه د نړيوالې سولې ، امنيت او څو اړخيز کېدو د ساتلو لپاره ډېره مهمه وسيله او د پرمختګ او بشري حقونو د ملاتير بولي.

هغه زياته کړه چې بېلا بېل هېوادونه له لازياتو نړيوالو ننګونو سره مخامخ دي ،نو بايد د څو اړخيزې ادارې او د اصولو پربنسټ د نړيوال سيستم له لارې له دغو ننګونو سره مقابله وشي .نړۍ د څو اړخيز سيستم او د اصولو پربنسټ له نړيوالو اړيکو څخه نه شي جلا کېدای (غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای