CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمه يي کې چين کې د لېږد رالېږد ايکسپرېس پاکټونو شمېر له ۲۲ مليارډو څخه اوښتی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 10:49:14

د چين د اقتصاد ورځپاڼې خبر ورکړ چې د چين د پوستي چارو وزارت د جولای په ۱۲مه نېټه د دوهمې ربعې لپاره د اېکسپرېس خدمت د خوښۍ او پر وخت د رسېدو ارزونکې پايله او د ۲۰۱۸ کال په جون کې د چين د ايکسپرېس چارو د پرمختيايي ګراف په نوم يو رپوټ خپور کړ. د اړوندو شمېرو له مخې، د روان کال په لومړۍ نيمه يي کې چين کې د لېږد رالېږد ايکسپرېس پاکټونو شمېر ۲۲ مليارډو او ۸۰ مليونو ته رسېدلی او اړوند عايدات يې له ۲۷۴ مليارډو او ۵۰۰ مليونو يوانو څخه اوښتی دی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۵.۸٪ زيات شوي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای