سينهوا اژانس د ايراني رسنيو په قول خبر ورکړی چې په دې وروستيو ورځو کې د ايران پوليسو د دې هېواد په جنوب ختيځ سيستان او بلوچيستان ولايت کې د نشه يي توکو پر ضد څو ځلې په لويې پيمانې عمليات تر سره کړل چې په پايله کې يې دوه ټنه بېلابېلل نشه يي توکي نيولي دي.
د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د سيستان او بلوچيستان ولايت د پوليسو ادارې د مرستيال په وينا ويلي چې پوليسو د نشه يي توکو پر ضد په يادو عملياتو کې د پير او پلور دوه ډلې هم پېژندلي او په دې تړاو يې ۵ کسان نيولي دي. پوليسو له يادو کسانو څخه وسلې او د نشه يي توکو د لېږ رالېږ وسيلې هم تر لاسه کړي دي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |