CRI Online

د روان کال په لومړۍ نيمه يي کې د چين د مادي سوداګرۍ صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت ۱۴۱۲۰مليارډو يوانو ته رسېدلی دی.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 14:21:15

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې مطبوعاتي وياند هوانګ سونګ پينګ د جولای په ۱۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې څرګنده کړه: د روان کال په لومړۍ نيمه يي کې د چين د مادي سوداګرۍ صادراتي او وارداتي عمومي ارزښت۱۴۱۲۰ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷.۹٪ زيات شوی دی. له دې جملې څخه صادراتي ارزښت يې ۷۵۱۰ مليارډه يوانه دی چې ۴.۹٪ زيات شوی او وارداتي ارزښت يې ۶۶۱۰ مليارډه يوانه دی چې ۱۱.۵٪ زيات شوی دی. د سوداګرۍ د مثبت بيلانس اندازه۹۰۱ مليارډو او ۳۲۰ مليونو يوانو ته رسېدلې چې ۲۶.۷٪ کمه شوې ده.

نوموړي وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمه يي کې د چين بهرنۍ سوداګرۍ ثابت پرمختګ موندلی، جوړښت کې يې ښه والی راغلی، د خوځنده ځواک د بدلولو سرعت چټک شوی او کيفيت او موثريت يې هم په ثابت ډول لوړ شوی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای