د چين د ګمرک عمومي ادارې وياند هونګ سونګ پينګ د جولای په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې د روانې مياشتې په شپږمه نېټه امريکا پر ځينو صادرېدونکو چيني توليداتو ګمرکي ماليات زيات کړي دي، تر هغه وروسته چين هم متقابل تدبيرونه نيولي دي. د اوسني حالت له مخې د امريکا له خوا پيل شوې سوداګريزه جګړه به نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ پر سوداګرۍ بلکې پر نړيوالې سوداګرۍ هم منفي اغيزې وکړي.
يادې ادارې په همدې ورځ يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې له امريکا سره د چين عمومي وارداتي او صادراتي ارزښت ۱۹۳۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵ اعشاريه ۲ زيات شوی او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ د عمومي ارزښت په سلو کې ۱۳ اعشاريه ۷ برخه يې نيولې ده.امريکا د چين دوهم لوی سوداګريز همکار دی .په دې جمله کې امريکا ته د صادر شويو چيني توليداتو عمومي ارزښت ۱۳۹۰ مليارډو يوانو ته رسيدلی دی او د چين له خوا د وارد شويو امريکايي توليداتو عمومي ارزښت ۵۳۷ مليارډه يوانه و.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |