د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د سوداګرۍ وزارت د جولای په ۱۲مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې په ۱۹مه نېټه به د امريکا لخوا پر وارداتي موټرونو او پرزو د ۲۳۲ په نوم د پلټنې په اړه د اورېدنې غونډه جوړه کړي.
د امريکا د سوداګرۍ وزارت څرګنده کړه: په ياده غونډه کې به د ښکېلو شخصيتونو وړانديزونه واورېدل شي چې وارداتي موټرونه او پرزې د امريکا دولتي امنيت ته زيانونه رسوي او که نه. د امريکا د کورنيو او بهرنيو تصديو، مسلکي ټولنو، د کارګرو سازمانونو او بهرنيو حکومتونو کابو ۴۰ تنه استازي به په دغه غونډه کې خبرې وکړي. د امريکا د سوداګرۍ وزارت به د اړوندې پلټنې او څېړنې پر مهال په ياده غونډه کې د خبرو محتويات او تر اوسه پورې تر لاسه شوي د عامو خلکو څه باندې ۲۳۰۰ وړانديزونه تر غور لاندې ونيسي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |