له وروستيو څو ورځو راهيسې د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک مخ په سختېدو دی، پيمانه يې ګام په ګام پراخېږي او کچه يې هم په تدريجي توګه لوړېږي. د بازار نيولو لپاره د تخنيکونو تبادله چې چين د بهرنيو پانګو د راجلبولو په ترڅ کې وړاندې کړې، اوس د امريکا لخوا د تور لګولو يو مهم ټکی ګرځېدلی دی او اصلي رنګ يې ممکن بدل شي. نو دلته په دې اړه دې وضاحت وشي!
لومړی، د بازار نيولو لپاره تخنيکي تبادله د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تخنيکي همکارۍ لپاره يو ګډ انتخاب دی.
دا د بازار د ورخلاصولو په ابتدايي مرحله کې د ډېرو هېوادونو عمومي چلند دی چې بهرنۍ پانګې، پرمختللي تخنيکونه او اداري تجربې وکاروي، په نړيوال توليدي سيستم او د خرڅلاو او خدمت په نړيوالو شبکو کې شامل او ځاني پرمختګ چټک کړي. د بازار نيولو لپاره تخنيکي تبادله د همکارۍ د دواړو خواوو لپاره ګټور انتخاب دی.
دوهم، چين تل د بازار نيولو لپاره د تخنيکي تبادلې په بهير کې د اړوندو نړيوالو قواعدو مراعات کوي.
چين د پوهې تمليکي حق د ساتلو پر اهميت ډېر ژور پوهاوی لري، تل د اړوندو قوانينو او قواعدو بشپړولو او د پوهې تمليکي حق ساتلو ته زياته پاملرنه کوي او د سالم سوداګريز چاپېريال جوړولو د يوې مهمې دندې په توګه مني.
درېيم، چين به په ټينګه سره ورخلاصون پراخ کړي او ورخلاصي ابتکار ته به زور ورکړي.
د نوښت پر مهال د ورخلاصي جوړښت ساتل نه يوازې تخنيکي ارزښتونه څرګندولی شي، بلکې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د نوښتي همکارۍ شونتيا هبرابرولای شي. دا د نړيوال اقتصاد د پرمختګ او تخنيکي ترقۍ لپاره کليدي اهميت لري.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |