CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت له عربي متحده امارات ، سنيګال ،روندا او جنوبي افريقا څخه د رئيس شي جين پينګ د ليدنو په هکله خبري ناسته تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 15:54:30
 

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ۱۳مه نېټه يوه خبري ناسته تر سره کړه.د دې وزارت مرستيال وزير کونګ شون يوو او د ده مرستيال جانګ جون له عربي متحده امارات، روندا او جنوبي افريقا څخه د رئيس شي جين پينګ د راتلونکي رسمي ليدنو ،د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ په لسم ملاقات کې د ګډون او له موريشس څخه د ليدنې په باب اړوند معلومات وړاندې کړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ور کړل.

کونګ شون يوو وويل چې رئيس شي جين پينګ به د جولای له ۱۹مې نيټې څخه تر ۲۴مې نيټې پورې له يادو هېوادونو څخه رسمي ليدنې وکړي او د جولای په ۲۷مه او ۲۸ مه نيټه به موريشس ته ورسيږي او ورڅخه به دوستانه ليدنه وکړي.دا به د روان کال په مارچ کې د چين د دولت رئيس په توګه د ماموريت مودې تر بيا پيل کېدو وروسته د رئيس شي جين پينګ لومړی سفر وي او هم د نړيوال وضيعت د بدلېدو په حال کې به د پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې د چين يو ستر ديپلوماتيک عمل وي.

جانګ جون وويل چې د بريکس هېوادونو د مشرانو ترمنځ لسم ملاقات به د جولای له ۲۵مې نيټې څخه تر ۲۷مې نيټې پورې د جنوبي افريقا په جونيسبورګ کې دوام ولري .رئيس شي جين پينګ به په دې ملاقات کې ګډون وکړي چې دا به د سمسور بازار او پرمختيايي هېوادونو پر وړاندې د چين يو مهم ديپلوماتيک عمل وي. چين له بريکس هېوادونو سره همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري .دا به شپږم ځل وي چې رئيس شي جين پينګ په دې ملاقات کې ګډون وکړي. د دې تر څنګ د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پرمخبيولو په برخه کې د چين رول د اړوندو خواوو له خوا هم ستايل شوی دی.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای