CRI Online

د چين او امريکا تر منځ په تجارت کې يوازي يو حقيقت شته

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 16:00:56

دا د پاملرنې وړ ده چې امريکا په وروستيو څو مياشتو کې په پر له پسې ډول د ۳۰۱نومي پلټنې راپورونه خپاره کړي او په دې پلمه يې له چين سره سوداګريز جنګ پيل کړی دی. د جولای په لسمه نېټه د امريکا د تجارتي چارو د استازندو په دفتر د ۳۰۱ نومي پلټنې په اړه اعلاميه خپره کړه او يو ځل بيا يې پر چين تور لګولی چې له امريکا سره په تجارتي تګ راتګ کې يې ناعادلانه کړنې تر سره کړي او اضافي ګټې يې تر لاسه کړې دي. په دغو راپورونو کې خپاره شوي ارقام او تګلارې په مخه توګه د ځينو کسانو په زړه او روح منګولې لګوي، خو که دروغ زرځله تکرار شي، بيا هم دروغ دي، ريښتيا ته به ونه ګرځي.

د چين د سوداګرۍ وزارت د جولای په دوولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د امريکا د ۳۰۱ نومي پلټنې په راپورونو کې د چين او امريکا تر منځ د تجارت د غير توازون، د پوهنې ملکيت حق د غلا کولو او په زور سره له بهرنيو تصديو څخه د تخنيکونو اخيستلو، تر ۲۰۲۵ کال پورې د توليد پلان په شمول د امريکا تورونه رد کړي او پاک کړي يې دي. د امريکا دغه تورونه د رښتياوو تحريفول دي او هيڅ بنسټ نه لري، که امريکا غواړي چې د ارقامو لوبه ولوبوي، چين هم زيات ارقام لري او ريښتيا به څرګنده کړي.

لومړی د چين او امريکا تر منځ د تجارت د غير توازون په هکله د چين د سوداګرۍ وزارت دې ته اشاره وکړه چې د دغې مسئلې رامنځته کولو دري عمده لاملونه دا دي چې په امريکا کې د پيسو د ساتلو اندازه ډېره ټيټه ده، امريکايي ډالر د نړيوال عمده زيرمونکې پيسې دنده لري او امريکا نورو هېوادونو ته د خپلو لوړو علمي او تخنيکي توليداتو د صادرولو په ترڅ کې محدوديتونه لګوي، همدا لاملونه دي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د تجارت غير توازون سبب شوی دی.

د تش په نامه له امريکا څخه د پوهنې ملکيت حق د غلا کولو مسئله بې بنسټه ده. اوس د چين د پوهنې ملکيت حق ساتنې سيستم د چاپولو حق د ساتنې، د تجارتي نښو، د انحصار، سوداګريزو رازونو، د جغرافيايي نښو، د نباتاتو د نويو ډولونو، د بشپړ جريان د لوی الکترونيکي ډيزاين په شمول چارو پورې اړه لري چې د قوانينو، مقرراتو، ځايي قوانينو او اصولو، د ادارې ټاکنو او د قانوني توضيحاتو په ګډون په څو کچو د پوهنې ملکيت حق د ساتنې قانوني شبکه جوړه شوې ده. د بيجينګ، شانګهای او ګوانګ جو په شمول ښارونو کې د پوهنې ملکيت حق محکمې او د نظارت څانګې ځای پر ځای شوي او د دولت په کچه د پوهنې ملکيت حق د ساتنې اداره د تنظيمېدو په حال کې ده او لا زيات شمير بهرنۍ تصدۍ په چين کې د پوهنې ملکيت حق د ساتنې په اړوند دعوا کوي.

په مجبوره سره له بهرنيو تصديو څخه د تخنيکونو اخيستلو په هکله مسئله بيخي جعلي خبر دی. په چين کې هيڅ داسې يوه ماده نه شته چې بهرنۍ تصدۍ چين ته له رسيدو سره سم بايد په محدود ډول چين ته تخنيکونه ورکړي. په تېرو څلويښتو کلونو کې چين د تخنيکونو اخيستلو په اړه هيڅ يو تړون نه دی لاسليک کړی، په دې اړه هيڅ بهرني سوداګر چين نه دی تورن کړی او په چين کې د بهرنيو تصديو د پانګو په منظوريدو سره هيڅ داسې شرط نه دی جوړ شوی چې بايد چين ته تخنيکونه ورکړي.

تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د توليد پلان د صنعتي چارو د تګلارو په وړاندې د امريکا د تورنو په اړه کارپوهان مخکې له مخکې پوه شوي وو چې امريکا غواړي د ۳۰۱ په نوم د پلټنې له مخې په چين کې د لوړو او نويو تخنيکونو د توليد پر چارو فشارونه واچوي تر څو د چين د پرمختګ مخه ونيسي. امريکا د پرمختللو توليداتو د ملګرتيا پلان لري، جرمني د صنعتي کيدو څلور اعشاريه صفر پلان لري، ولې چين د توليدي چارو پلان نه شي لرلی؟ د چين دغه پلان په عمده توګه د بازارونو په لارښوونه دی او بهر ته خلاصونکې او زغمونکې تګلاره ده. د چين مشرانو څو څو ځله څرګند کړی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د توليد پلان په مساوې ډول چيني اوبهرنيو تصديو ته ګوري او هرکلی يې کوي چې بهرنۍ تصدۍ د چين د توليد چارو کې ګډون وکړي. اوس د امريکا، جرمني، بريتانيا په شمول د زياتو هېوادونو او سيمو تصدی په دې پلان کې شاملې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای