CRI Online

شي جين پينګ له ليان جان سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 18:13:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د جولای د ۱۳ مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د چين د ګوه مين دانګ ګوند د پخواني مشر ليان جان په مشرۍ د تايوان د بېلا بېلو ټولنو له استازو سره د کتنې په ترڅ کې وويل چې موږ پوره باور او توان لرو چې د سمې لارې خپلولو سره د دواړو لوريو ترمنځ د اړيکو د سوله ييز پرمختګ او د هېواد د سولې او يووالي بهير پر مخ يوسو.

رئيس شي جين پينګ وويل، لومړی، موږ دې د« ١٩٩٢ کال د ګډې نظريې» څخه ټينګ ملاتړ وکړو او د تايوان له بېلتون غوښتنې سره مخالفت وکړو. دوهم، موږ بايد په ټينګه سره د دواړو غاړو تر منځ سلامشورې او همکارۍ پياوړې کړو. درېيم، موږ بايد په ټينګه د دواړو غاړو خلکو ته ګټې ورسوو. څلورم، موږ بايد په ټينګه د دواړو غاړو خلکو تر منځ يووالی پياوړی کړو او په ګډه سره دې د ملي سمسورتيا لپاره هڅې وکړو.

ليان جان د يو هېواد، د دواړو لوريو د سولې، د متقابلو ګټو او د چيني ملت د سمسورتيا لپاره څلور وړانديزونه وکړل. هغه وويل چې دواړه غاړي بايد د «۱۹۹۲ کال د ګډې نظريې» پر بنسټ پر سياسي باور ټينګار وکړي، د دواړو غاړو تر منځ ديالوګ دې يو ځل بيا پيل او پخواني سياسي توپيرونه دې ګام په ګام حل کړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای