CRI Online

افغانستان کې پر څو امنيتي پوستو د بريدونو له امله ۲۳ امنيت ساتونکي وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 18:23:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کندوز ولايت يوه چارواکي د جولای په ۱۲ مه نېټه وويل، چې وسله والو طالبانو د ياد ولايت په ارچي ولسوالۍ کې پر څو امنيتي پوستو بريدونه کړي چې له امله يې لږترلږه ۲۳ امنيت ساتونکي وژل او ۱۳ نور ټپيان دي.

د ارچي د يوه چارواکي په قول، وسله والو طالبانو د يوولسمې نېټې په شپه پر څو امنيتي پوستو ناڅاپي بريدونه وکړل او له امنيت ساتونکو سره يې جګړه وکړه.

ځايي رسنيو د پوځي سرچينې په قول خبر ورکړ چې د جګړې له امله د طالبانو لږترلږه ۵۰ جنګياليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای