د جولای په ۱۳ مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د چين او پاکستان د اقتصادي دهليز مهمه پروژه يعنې د چين او پاکستان لومړنی ځمکنی کيبل په رسمي توګه پرانيستل شو.
د پاکستان سرپرست صدراعظم ناصر ملک د دغه کيبل په پرانيستونکو مراسمو کې د خپلې وينا پر مهال وويل، چې دغه کيبل د پاکستان او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ لاسرسي او ډيجيټلي اقتصادي ودې لپاره ګټور دی. د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د جنوبي اسيا خلکو ته ګډه وده رامنځته کړې او له لاسته راوړنو څخه به يې د نړۍ له نيمايي نه ډېر نفوس برخمن شي.
د چين او پاکستان ځمکنی کيبل له ارومچي ښار نه د خونجرب بندر له لارې د پاکستان راولپنډۍ ښار ته غځېدلی او ټول اوږدوالی يې ۲۹۵۰ کيلومتره دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |