CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين په نړۍ کې د مخکښ نوښتګر هېواد ځای خپلوي

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 19:22:26

د امريکا د سوداګرۍ استازندويه دفتر د جولای په لسمه نېټه د ۳۰۱ پلټنې په اړه اعلاميه خپره کړه او چين يې غندلی چې د پوهنې ملکيت حقونه غلا کوي. د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۳ مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د امريکا تور رد کړ او ويې ويل، چې نوښت او د پوهنې ملکيت حقونه د امريکا امتيازي حقونه نه دي، چين اوس د نړۍ د نوښت په برخه کې ګام پر ګام مخکښ ځای خپلوي.

هوا چون ينګ وويل، د امتيازي حقونو همکارۍ د تړون له لارې د چين لخوا د وړاندې شويو امتيازي حقوقو غوښتن ليکونو شمېر يوازې تر امريکا کم دی او په نړۍ کې يې دوهم ځای نيولی دی. دغه راز تېر کال کې د پوهنې ملکيت حقونو د کارولو لپاره د چين لخوا تاديه شوی لګښت ۲۸ مليارډ او ۶۰۰ مليونه ډالرو ته رسيدلی او منفي بيلانس يې له ۲۰ مليارډ ډالرو نه اوښتی دی چې له دغو شمېرو څخه څرګنديږي چې پر چين د امريکا لګېدلي تورونه حقيقت نه لري، د پوهنې ملکيت حقونو د ساتلو په اړه د چين چلند جدي دی او ګامونه يې هم اغېزمن دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای