CRI Online

شي جين پينګ په مشرۍ د مرکزي اقتصادي او مالي کميټې دوهمه غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-13 21:41:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس، د مرکزي پوځي کميټې رئيس او د مرکزي اقتصادي او مالي کميټې مدير شي جين پينګ په مشرۍ د جولای د ۱۳ مې نېټې په ماسپښين د مرکزي اقتصادي او مالي کميټې دوهمه غونډه تر سره شوه او هغه په دې غونډه کې مهمه وينا ورکړه. هغه پر دې ټينګار وکړ چې پرمختللې تکنالوژۍ ډېر ارزښت لري، د چين د اقتصادي پرمختګ او د هېواد امنيت د ساتلو لپاره مهمه ده،د کليدي تکنالوژۍ نوښت بايد په ريښتنې توګه پياوړی کړو او د تکنالوژۍ د پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړو څو د هېواد د ودې لپاره قوي علمي تامين برابر شي.

په غونډه کې اشاره وشوه چې له تېرو کلونو راهيسې په چين کې د تکنالوژۍ پرمختګ لويې لاسته راوړنې درلودلې دي او د تکنالوژۍ د نوښت توان يې پياوړی کړی، خو زموږ د تکنالوژۍ د پرمختګ په تېره بيا د کليدي تکنالوژۍ د نوښت توان د نړۍ له پرمختللې کچې څخه لا اوږد واټن شته. موږ بايد د سوسياليستي بازاري اقتصاد ځانګړی رول ولوبوو، موږ بايد د سوسياليزم غوره رول ولوبوو او په نوښت کې د ساينس پوهانو او غوره سوداګرو پوره رول ادا کړو.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای