د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بلوچستان ايالتي حکومت د جولای د ۱۳مې نېټې په شپه خبر ورکړ چې په همدې ورځ د دغه ايالت د مستونګ سيمې يوه ټاکنيزه غونډه کې يوه ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې ۱۲۸ کسان وژل شوي او سل تنه نور ټپيان دي.
د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، د همدې ورځې په ماسپښين، د بلوچستان عوامي ګوند په ياده سيمه کې يوه ټاکنيزه غونډه جوړه کړې وه. کله چې د دغه ګوند د يو مشر د موټر کاروان دغه ځای ته ورسېد، يو ځانمرګي بريدګر چاوديدونکو موادو ته چاودنه ورکړه چې له امله يې زياتې مرګ ژوبلې اوښتې دي. ورپسې داعش په انټرنيټي پاڼه کې د دغه بريد پړه پر غاړه واخيسته.
د يو بل خبر له مخې، د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د همدې ورځې په سهار د يو ګوند د مشر په مقابل کې يو بمي بريد هم رامنځته شو چې له امله يې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او ۳۲ تنه نور ټپيان دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |