CRI Online

روسي چاوراکی: روسيه غواړي له ايران سره د نفتو په بدل کې د مالونو د تبادلې تړون اوږد کړي.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 15:49:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د انرژۍ وزير اليکساندر نواک د جولای په ۱۳مه نېټه وويل، چې روسيه غواړي له ايران سره د نفتو په بدل کې د مالونو د تبادلې تړون اوږد کړي او هيله لري چې ايران له روسيې څخه د اړتياوړ توليدات او خدمتونه واخلي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريز حجم زيات شي او دوه اړخيزې اړيکې ټينګې شي.

د معلوماتو له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په اتمه نېټه اعلان کړی چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه وتلې ده او پر ايران باندې يې بنديزونه بيا اعاده کړي دي. د ايران د نفتو پر چارو باندې بنديزونه به د سږ کال په نومبر مياشت کې شروع شي او هغه بهرنۍ تصدۍ به هم د بنديزونو په لېست کې شاملې شي چې له ايران څخه نفت واردوي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای