CRI Online

يانګ جې چه د سولې په اووم نړيوال فورم کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 15:51:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سولې اووم نړيوال فورم چې سرليک يې د مساوات، برابرۍ او عدالت پر بنسټ د سولې ګډې ټولنې جوړول دي، د جولای په ۱۴مه نېټه د چين په چينګ هوا پوهنتون کې پرانيستل شو. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغه کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مدير يانګ جې چه په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

نوموړي وويل، چې چين د شي جين پينګ د ډيپلوماتيکو مفکورو تر لارښوونې لاندې د نړيوالې سولې جوړوونکی، د نړيوال پرمختګ خدمت کوونکی او د نړيوال نظام ساتونکی ګرځېدلی دی. اوسمهال بېلا بېل هېوادونه بايد د مساوات او متقابل باور، همکاريو او ګډو ګټو، عدالت او انصاف، اصلاحاتو او نوښت او پر له پسې پرمختګ د اصولو پر ټينګښت سره نړيوالې امنيتي مسئلې حل کړي. چين غواړي له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د نړۍ د دايمي سولې او عامه امنيت د ساتلو او د بشري ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره همکارۍ وکړي، تر څو د بشري سولې د ساتلو لپاره لا زيات خدمتونه وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای