CRI Online

د م م غړيو هېوادونو د کډوالو مسئلې د نړيوال تړون له وروستني متن سره موافقه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 15:51:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، له امريکا پرته د م م ۱۹۲ غړيو هېوادونو د جولای په ۱۳مه نېټه د کډوالو مسئلې د نړيوال تړون له وروستني متن سره موافقه وکړه چې دا د نړيوالو کډوالو او مهاجرينو د مختلفو مسئلو په اړه د بېلا بېلو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ لومړی مجموعي تړون دی.

د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس په همدې ورځ د حکومتي خبرو اترو تر پای ته رسېدو وروسته د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې له دغه متن سره د مختلفو هېوادونو له موافقې څخه د بېلا بېلو حکومتونو ګډ پوهاوی څرګندېږي. نړيوال کډوال او مهاجرين يو نړيوال حالت دی، نو د دغې مسئلې حل و فصل نړيوالو همکاريو ته اړتيا لري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای