CRI Online

تبصره: د امريکا د تخنيک زورواکۍ غوښتنه به په کوم لوری ولاړه شي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 16:48:46

د ساينس او تخنيک په ساحه کې امريکا يو قوی هېواد دی او د علمي او تخنيکي نوښت په برخه کې په نړۍ کې مخکنی مقام نيسي. خو د لنډې مودې راهيسې، امريکا د سوداګريز کړکيچ په پلمه په يواړخيزه توګه د چين او امريکا ترمنځ علمي او تخنيکي تګ راتګ او همکارۍ بندې کړې دي. امريکا يو راپور خپور کړ چې عنوان يې دی: چين څنګه د اقتصادي تيرۍ له لارې د امريکا او نړۍ تخنيکونو او پوهنې مالکيت حقوقو ته ګواښ او خطر دی؟ ورپسې يې په امريکا کې د بهرنيو تصديو د پانګونو د محدوديت له لارې او حتی د مرکزي تخنيکونو د کلابندي کولو له لارې سړه جګړه تر سره کړه. له دې څخه د امريکا د تخنيک زورواکۍ غوښتنه څرګندېږي.

لومړی، امريکا د مرکزي تخنيکونو د کلابندي کولو له لارې له خپلو سيالانو سره مجادله کوي او زياتې ګټې تر لاسه کوي. دوهم، امريکا د ملي امنيت په پلمه د بازار په عادي عملونو کې لاسوهنه کوي او د بازار مساوي نظام او پانګونو ته زيانونه رسوي. درېيم، امريکا د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له لارې خپل هېواد ته د نورو هېوادونو د صادراتو مخنيوی کوي او د نورو هېوادونو د عصري او لوړو تخنيکونو پرمختګ محدودوي.

له اوږدې مودې راهيسې، امريکا د نړۍ په صنعتي سيستم کې غوره والی نيسي او د نړيوال ارزښت ځنځير په لوړ ځای کې ولاړه ده. خو د افسوس وړ ځای دا دی چې د امريکا حکومت د خپلو اقتصادي او اجتماعي مسئلو له لحاظه په يو اړخيزه توګه له نورو خواوو سره د تخنيکونو د تبادلې او د نورو هېوادونو د تخنيکي پرمختګ مخنيوی کوي. دغه عمل د تخنيک زورواکۍ غوښتنه ده او ناسمه ده چې له امله به يې سخته پايله رامنځته شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای