CRI Online

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سولې په اووم نړيوال فورم کې ګډون او يوه وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 20:01:36

د جولای په ۱۴مه نېټه ، د سولې اووم نړيوال فورم په بېجينګ کې پرانيستل شو. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې فورم کې ګډون وکړ او د فورم په دوهمه عمومي غونډه کې يې د نړيوال معياري نظام د جريان او تمايل په اړه يوه وينا وکړه.

ښاغلي کرزي په خپله وينا کې وويل، چې د امريکايي ځواکونو بمبارۍ د افغانستان مسئله نه شي حلولی، موږ بايد له اړوندو هېوادونو سره په همکارۍ يوه نوې لار پيدا کړو. افغانستان او چين په تاريخ کې تل دوستان، نژدې ګاونډيان او همکاران پاتې شوي دي او پراخې ګډې ګټې لري، له تېرو کلونو راهيسې د دواړو هېواودونو ترمنځ ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې لا ټينګې شوې دي. چين د افغانستان د سولې له بهير څخه ملاتړ کوي او په دې بهير کې يې نه بدلېدونکی رول لوبولی. له ترهګرۍ، بيلتون غوښتنې او افراطيت سره په مبارزه کې افغانستان او چين له ګډو ننګونو سره مخامخ دي، په دې برخه کې بايد خپلمنځي همکاري نژدې کړي.

نوموړي وويل، چې زياتې ننګونې او خطرونه له سرحداتو څخه اوښتي، ترهګري په يو هېواد کې محدود نه ده، نو د سيمه ييز امنيتي ميکانيزم جوړولو ته اړتيا لرو، د چين په شمول د دې سيمې هېوادونه بايد په سيمه ييزو امنيتي چارو کې د مالکيت لرونکو روحيه څرګنده کړي. د شانګهای همکارۍ سازمان چې پکې زموږ د دې سيمې عمده هېوادونه شامل دي، د سيمه ييزې سولې د ساتلو لپاره ډېر ارزښت لري، موږ په دې اړه لوړه تمه لرو چې دغه سازمان د افغانستان او د دې سيمې د سولې او امنيت د پياوړتيا ګټور نظام وګرځي.

هغه په خپله وينا کې دا هم ياده کړه چې افغانستان غواړي له چين او د منځۍ او جنوبي اسيا له هېوادونو سره اقتصادي تګ راتګ زيات کړي، افغانستان د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی او هيله لري چې د سړکونو او بندرونو په ابادۍ کې نورې زياتې پانګونې راجلب کړي.

حامد کرزی د وينا په حال کې دی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای