CRI Online

لوړ پوړې ځانګړې اړيکې څنګه اړيکې دي؟

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 20:11:40

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې تر ټولو امريکا ته د لومړيتوب بيرغ اوچتوي، څو ورځې مخکې اروپا ته سفر کړی، خو دغه سفر د لويديځو خبري رسنيو لخوا د ډيپلوماتيک بحران په توګه بلل کېږي. د زياتو لويديځو خبري رسنيو په اند، د ټرمپ تر ادارې لاندې امريکا زړه وهونکې، ځان غټوونکې او بې پشتوانې ده.

ټولو ته معلومه ده چې د سپينې ماڼۍ د خاوند په توګه له ګرځېدو نه اووه ورځې وروسته ټرمپ د بريتانيا له صدارعظمې ترېسا مې سره وکتل او د بريټانيا د ملکې هغه بلنه يې ومنله چې له دغه هېواد څخه به ليدنه وکړي. خو دغه بلنه د بريټانيا د خلکو له مخالفت سره مخامخ شوه چې زرګونو مخالفينو په انټرنيټ کې په دې اړه احتجاجي لاريونونه تر سره کړل. ټرمپ هلته درنښت نه لري، نو بريټانيا ته د ده سفر د دوو ځلو لپاره وځنډېد.

بريټانيا ته د سفر په ترڅ کې د ټرمپ يو لړ عملونه د بريټانيا د خبري رسنيو او خلکو لخوا د غندنې وړ دي. مثلاً، ناوخته له ملکې سره د کتنې ځای ته ورسېد، د بريټانيا کورني سياست په اړه يې نامسؤلانه وينا او خبرې وکړې او داسې نور. نو ځينو بريټانويانو په ټويټر کې ليکلي چې ټرمپ يو بې بندوباره او سرسري سړی دی. نو د امريکا او بريټانيا ترمنځ د تش په نامه لوړ پوړې ځانګړې اړيکې څنګه اړيکې دي؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای