CRI Online

د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګې ۴۵مه کليزه. د جولای ۱۵مه نېټه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 20:22:59

د چين نړيوالې راډيو، پښتو څانګې ۴۵مه کليزه

د چين نړيواله راډيو، پښتو څانګه ۴۵ کلنه شوه

پښتو څانګه د ۱۹۷۳زېږديز کال د جولای مياشتې په ۱۵مه نېټه د چين نړيوالې راډيو په چوکاټ کې تأسيس او په خپرونو باندې پيل کړی دی، نژدې نېمه پېړۍ يې د پښتو رسنيو په لړليک کې له ځنډ پرته د افغانانو او افغانستان لپاره د ګټورو او اغېزمنو خپرونو په وړاندې کولو سره تل د خپلو مينوالو مينه له ځان سره ساتلې او درلودلې ده.

سږ کال د ۲۰۱۸زېږديز کال د جولای مياشتې ۱۵مه چې د لمريز کليز چنګاښ مياشتې ۲۳مه نېټه د يوه نۍ (يکشنبې) ورځ يې له ۴۵مې کليزې سره برابره راځي. د پښتو څانګې ټوله کاري ډله په دې شېبه خوشاله ده پر دې وياړي چې د چين نړيواله راډيو پښتو څانګه د خپل کار او فعاليت په ۴۵کلن عمر باندې قدم ږدي په برياليتوب سره مخ په وړاندې به لا نور قدمونه په دې برخه کې پورته کوي او دا مزل به ان شاء الله په پوره ځواک او د خپلو مينوالو په ملاتړ همداسې روان ساتي، ددې غږ د څپو رساوالی، پراخوالی به همداسې دوامداره ساتي په خپلو ګټورو، اغېزمنو خپرونو به تل د چين او افغانستان د دوستانه اړيکو په پياوړتيا، غوړېدا او وده کې خپلې اغېزمنې ونډې او رول ته ژمنه اوسي په بشپړې رښتينولۍ، اعتماد او امانتدارۍ به ورته ادامه ورکوي.

د پښتو څانګې ۴۵مه کليزه دې ټولو ته مبارک او بختوره وي.

تل دې وي او ژوندی دې وي د چين او افغانستان د دوستۍ دا غږ


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای