CRI Online

چين په پاکستان کې د شوي ځانمرګي بريد سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-07-14 20:30:50

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جولای په ۱۴مه نېټه وويل، چين په پاکستان کې پر تازه شوي ځانمرګي بريد خپل خپګان څرګندوي او د دې پېښې سخته غندنه کوي.

د جولای په ۱۳مه نېټه د پاکستان د بلوچستان ايالت په مستونګ سيمه کې په يوه ټاکنيزه غونډه کې ځانمرګی بريد وشو چې له امله يې ۱۲۸ تنه وژل شوي او له ۲۰۰ تنو نه زيات ټپيان دي. داعش ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.

هوا چون ينګ وويل، چې چين وژل شويو کسانو ته غمشريکي او ټپيانو او د وژل شويو کسانو خپلوانو سره خواخوږي او همدردي څرګندوي.

نوموړې وويل، چې چين له هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت کوي، او له ترهګرۍ سره د مبارزې، د دولتي ثبات او امنيت د ساتنې په برخو کې د پاکستاني حکومت او خلکو له کوښښونو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای