CRI Online

امنيت شورا پاکستان کې د تازه ترهګريز بريد غندنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-15 16:15:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م امنيت شورا د جولای په ۱۴مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د تازه ځانمرګي ترهګريز بريد غندنه وکړه او د مړه شويو کسانو خپلوانو او پاکستاني حکومت ته يې د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل.

امنيت شورا پر دې ټينګار وکړ چې د دغه شان ترهګريزو کړو وړو پلی کوونکو، تنظيموونکو، ملاتړ کوونکو او مالي ملاتړ کوونکو ته دې سخته سزا ورکړی شي. په عين وخت کې يې له ټولو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالو قوانينو او د امنيت شورا د اړوندو قواعدو سره سم دې خپلې دندې پلې کړي او د پاکستان له حکومت او نورو ښکېلو خواوو سره دې مثبتې همکارۍ وکړي.

امنيت شورا بيا تائيد کړه چې هر ډول ترهګري د نړيوالې سولې او امنيت په وړاندې ډېر سخت ګواښ او خطر دی، نو هر هېواد بايد تر خپلې وسې پورې له ترهګرۍ سره د مجادلې کولو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای