د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا خارجه وزير ميک پومپيو د جولای په ۱۳مه نېټه له مکسيکو څخه ليدنه وکړه او د دغه هېواد له حکومت سره يې د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون، کډوالو، امنيت او سرحد په شمول پر يو لړ موضوعاتو بحث وکړ.
وزير پومپيو او د ده تر مشرۍ لاندې پلاوي په همدې ورځ په وار سره د مکسيکو له اوسني ولسمشر اينريکوي پينا نيوټو، نوي منتخب ولسمشر اندريس مانويل لوپيز اوبرادور او اوسني خارجه وزير سره خبرې اترې وکړې. هغه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې امريکا او مکسيکو يو د بل سره ګاونډي هېوادونه، ملګري او دوستان دي. مکسيکو د امريکا د سياست، اقتصادي ګټو او ټولنيز امنيت لپاره زيات اهميت لري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |