CRI Online

د سوريې په جنوبي برخه کې د دوو علاقه داريو مخالفو وسله والو حکومتي ځواکونو ته وسلې تسليم کړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-07-15 16:17:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې اژانس د جولای په څوارلسمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد په جنوبي برخه کې د دوو علاقه داريو مخالفو وسله والو د روانې مياشتې د ۱۳مې نېټې په ماسپښين حکومتي ځواکونو ته د خپلو وسلو په سپارلو پيل وکړ او له حکومتي ځواکونو سره د پخلاينې له تړون سره يو ځای شول.

د معلوماتو له مخې، مخکې تردې د روسيې تر منځګړيتوب لاندې د دالا ولايت د مخالفو وسله والو څو ډلو له حکومتي ځواکونو سره يو لړ تړونونه لاسليک کړي دي او په يادو تړونونو کې له وسله والو څخه غوښتنه شوې چې درندې وسلې او منځنۍ وسلې دې حکومتي ځواکونو ته وسپاري. تر دې شرط لاندې به ياد وسله وال د سوريې په شمالي برخه کې د مخالفو ډلو اداري سيمې ته تللی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای